

رحمان بابا
په خاطر مې غلبه شوه ستا غمونه
لږ د خدای دپاره کېږده قدمونه
څه خو قياس زما د ډېرو اوښو وکړه
چې په تن کې مې وو چرې دا رودونه
هر چې ستا په دم ژوندي دې نه رغېږي
که بې تا په ځان پوکې هزار دمونه
که هزار هزار دمونه په ځان پو کا
نور به نه کا په دمونو قسمتونه
له قسمته خلاصيده د هيچا نشته
که داخل شي د مکې په حرمونه
سر يې کله په کوشش تر ځايه رسي
څو د خدای له لوري نه وي کرمونه
چې توانګر د قناعت په خزانه شي
نور به څه کاندي دينار و درمونه
قسم وخوري له خوبانو بيا يې مات کا
څه باور دی د رحمان په قسمونه