

رحمان بابا
را کوي د بې دردۍ پيغورونه
بلوي مې په تندي باندې اورونه
نور څه نشته واړه غوښي دي د زړونو
چې ورژلي شي د ترکو په تيغونه
هر نګاه يې په وکښه د زړونو شير دی
هميشه را باندې ازمايي زورونه
خدای دې تور چا ته د تورو سترګو نه کا
عالمونه يې ورکېږي په تورونه
يو د حسن اور دې بل کړ په جهان کې
په دا اور باندې دې وسوه ډېر کورونه
زه د يار په مينه غل کړم رقيبانو
ګڼه نور يې کوم راپوري دې پورونه
د رحمان د عاشقۍ هسې غږ وشه
چې بر پای شو په هر ښهر کې ښورونه