

رحمان بابا
که له مخه يوه خوا کا حجابونه
خدای به ورکا و خوبانو ثوابونه
کله وي چې يو په رنګ د هغه يار شي
که هزار شي په اسمان کې افتابونه
په ګرداب د زنخدان يې هسې غرق يم
هيڅوک مه شه غرق په هسې ګردابونه
لکه زه چې يې له غمه په عذاب يم
خدای نې نه ږدي په چا هسې عذابونه
ګفتګو مې هيڅ اثر ورباندې نه کا
که له غمه يې تصنيف کړم کتابونه
په يوه ځواب مې رد کا هزار سواله
هسې کاندي د سوالونو جوابونه
هيڅ پاياب د فن قريب يې مونده نه شي
څوک به څه غواړي د بحر پايابونه
که لږ سترګې و بله کېږدم راته وايي
په ياري کې عالم کله کا خوابونه
مال و ملک يې همه واړه اوبه يوسي
د هغو چې ځي له سترګو سيلابونه
د کړ ورځو محراب ته يې حيران يم
څه نسبت لري بتان و محرابونه
ما هاله له پارسايۍ نه وو لاس وللي
چې په لاس کړه مطربانو ربانوبه
ارغواني جامې چې اغوندي رحمانه
بيا يې جوړ کړه ستا د قتل اسبابونه