...

رحمان بابا

که ستا خپله سيه وريي نه وي دښمنه

ايينه زما د زړه نه ده خچنه

ته چې ما و ته د عيب په نطر ګورې

دغه واړه عيب ستا دي اې عيب ژنه

خپل صورت په ايينه کې هر څوک ګوري

که څهره د چا صفا ده که ريمنه

چوهاړي د حلال خور په نامه بولي

له ښو خلقو بد ګويي نه ده ممکنه

ته چې بد له بله وايې زه ويرېږم

چرې خپله بدي نه کړې معينه

تر هغو به وړنبي ستا عيب څرګند شي

چې هر چا و ته دې کړې ده خندنه

هر څه تخم چې کرې هغه به يوسې

خپله خپله ميوه نيسي هره ونه

که له خپله عيبه ځان ژغورې رحمانه

د هيچا له عيبه مه کوه پوښتنه