

رحمان بابا
ډېر عمر مې تير کړ بيهوده په زمانه
نور دې زما سر وي او د ترکو استانه
هيڅ مې حاصل نه کړه په شيخۍ و په تقوی کې
پس له دې مې وار دی هر چې شي په ميخانه
شيخ و شيخي ورد و وظيفه و ذکر فکر
زه و ساقي جام و باده چنګ و ترانه
زه و زاهدانو ته حيران يم دوی و ما ته
ديوانه بده خندد و ده به ديوانه
ګنج د عقل جار شه د عاشق تر څاڅکې اوښو
نه خروار د عقل نه د عشق يوه دانه
تيغ د يار له لاسه په مرۍ د عاشقانو
هسې لذت کا لکه د ميو پيمانه
خدای لره به ور شم په سودا د يار له مخه
بل مقصود مې نشته په کعبه په بتخانه
زه له ډېري مينې په تش بوی د يار شيدا يم
تل د لوندو خټو اوبه لږ وي بهانه
ځکه زاهد زهد کا د يو جنت دپاره
سر ښندلی نشي په اوربل د جانانه
ګوره د منصور هسې په دار نه شې رحمانه
مه کړه دا د عشق خبرې مستې رندانه
بل نام و نشان د عاشقۍ نشته رحمانه
بې نام و نشان شه که يې غواړې نشانه