

رحمان بابا
اعتماد به په دنيا کوې تر کومه
دا رفتار به پسې شا کوې تر کومه
څو به پټ له مرګه ګرزې سپينه ږيره
په روښانه ورځ به غلا کوې تر کومه
چې د دهر له يارنو وفا غواړې
صيادي به د عنقا کوې تر کومه
د پيرۍ علاج په ډانګ په لور نه شي
دغه کار به په عصا کوې تر کومه
ته چې پند وايې ناصحه و رحمان ته
شکايت به د قضا کوې تر کومه