...

رحمان بابا

خبر نه يم چې يې راوستم له کومه

بيا مې کومي خوا ته استوي چې درومه

لکه ړوند چې لاس د بل په اوږه کېږدي

هيڅ ژوره لوړه نه وي ور معلومه

خدای را پېښه نرۍ لار کړه ناليدلې

لکه وارنه ما شوړه چې وي سر ګومه

خراب زړه مې تورو زلفو ته هوس کړه

بارې کوت د مرغه په څير په لومه

هسې کوډي د عاشقۍ راباندې وکړې

چې سنګين خاطر مې نرم شه تر مومه

چې يې هيڅ له خدايه ترس و ويره نه شي

الغياث د دلبرانو له رسومه

کله را کاندي شراب د لعلو لبو

کله جام د زهرو را کاندي چې شومه

د مطلوب له طالبانو چې ځان شميرې

اې رحمانه اول سيال شه بيا يې مومه