

رحمان بابا
څو تر مينځ ورانه نه کړې د تن پوله
و به نه رسې تر خدايه تر رسوله
خدای و تا ته دين دنيا په غوره کښېښود
تا دنيا کړه په دا دواړو کې قبوله
تر حرص په هورته بله بلا نشته
دا بلا د ستا په خونه شوه نزوله
يو ساعت د خدای په ذکر مشغول نه شوې
تمام عمر د خپل ځان په غم مشغوله
چې باقي زندګاني په فنا پلورې
ځان په کوم دانش دانا بولې مجهوله
له خالقه روګردان شوې و مخلوق ته
بيا و ځان ته عاقل وايې نا معقوله
نصيحت لکه هلک درباندې تريخ دی
د دنيا په شيرينۍ پسې ملوله
چې رحمان غوندې خورسند نه شې په نول کې
خلاص به نه شې په هيڅ رنګ د زړه له نوله