

رحمان بابا
که په هجر کې څوک ما پوښتي له حاله
حال خو ا دی چې ناتوان يم بې مجاله
زه د يار په ديدن ځکه شتابي کړم
چې د عمر بقا نه وينم تر کاله
چې تر حسنه تر جماله يې ځار نه شم
شرمنده يم د خوبانو تر جماله
ته و ما ته نصيحت مه کړه ناصحه
عشق بې نياز دی له ثوابه له وباله
بې د خپل اشنا د حسن له تعريفه
هيڅ مې مه پوښته له نوره قيل و قاله
ما د عشق په درس کې نور څه لوستي نه دي
بې له زلفو بې له خطه بې له خاله
په دنيا په اخرت مې دې خدای نه کا
بې نصيب د مهرويانو له وصاله
که يار سر په ديدن غواړي مه جار ووزه
دغه حکم رحمان کړی دی دلاله