

رحمان بابا
چې خېمه يې د سيلاب په مخ شوه لکه
د حباب تماشا ګوره تر دمکه
هيڅ پکار نه ده ويسا د پاڼ په سيوري
لا ترې لاندې وي د څو لرګو کوډلکه
دا د لاندې به هم واړه چيت پيت شي
مګر سر وي چا وکښلی تر فلکه
چې په اصل خدای نسکور وي پيدا کړی
څوک به څه خوري د دې دهر له ښانکه
چې دښمن يې وي له دوسته اړولی
د هغه احتياط بويه له کومکه
راشه واچوه د نفس و خوله ته خاوره
څو دي نه ده خوله د ګور په خاورو ډکه
هر چې ډکه يې د ګور په خاورو خوله شي
په هغه به وي حرامه نوره څکه
که نور څوک تبارکې کا ځبله نوره
و رحمان و ته خپل يار دی تبارکه