

رحمان بابا
ګېډه وتړه په پړي سره کلکه
د روټۍ طمع و مه کړه له فلکه
هر سايل چې سوال د نان کړي له فلکه
ګويا غواړي په کچکول کې اوږمکه
له اسمانه چې څوک طمع د وفا کا
دغه طمع يې طاعون ګڼه بې شکه
له بارانه سره هسې ږلۍ ووري
چې هر زخم يې بد تر وي تر ټوپکه
که په چا يې شفقت و مرحمت وي
ظلم خور به يې تير وي تر اوزبکه
موړ نه نه شي هيڅ سری بې قناعته
که يې خونه وي په سيم و په زر ډکه
بيا به نه مومې کمال بې کمينۍ
که خيمه دې وي د عرش د پاسه لکه
که جهان په نور عالم باندې فراخ دی
په تنک چشم باندې تنګ شي له چشمکه
د دې دهر په يارانو کې اب نشته
ک يې غواړې تر سما و تر سمکه
ترخې اوښي د عاشق اب و نمک دي
خدای دې نه کا څوک بې اب و بې نمکه
داد زارۍ انديښنې مه کړه رحمانه
د دنيا چارې په تله دې تر دمکه