

رحمان بابا
ته ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه
په کينه به ايينه نه کړې ته پاکه
څوک بې وجهي چا ته توره تيره اخلي
خپل عمل دی چې دنيا يې کړه هلاکه
چې خندا يې د بلبل په اه سرد کره
خدای د ګل ګرېوان پاره کړه سينه چاکه
ځکه سپيني شوې اول د حباب سترګې
چې له بعضه په درياب کې چوی تڼاکه
که تن زمکه کړې زړه تخم باران اوښي
لکه نخل به سرو وکاږې له خاکه
بلا دست به شې هاله په نورو ونو
که تعليم د زير دستۍ واخلې له تاکه
بيا به مومې د ترکو واک و حکم
څو ونه ووزي د درست جهان له واکه
د هغه جهان ژوندون به هاله مومې
چې لاس وکاږې د دې جهان له ژواکه
ته چې ژغورې سر و مال په عاشقي کې
عاشقي دا هسې چري ده کاواکه
چې دا هسې لوی ميلمه ته کور ته بيايې
اول غولی پاکيزه کړه له خاشاکه
په دويي کې به ور نه شي تر توحيده
څو ضمير دې خالي شه له اشراکه
دا همه واړه حجاب دی چې ليده شي
نور دې حسن بالا تر دی له ادراکه
ظاهر لباس غلط د سړي مه شه
مينځ يې ګوره له چغزی او له مټاکه
اوليا په جهان ځکه څرګند نه دي
چې پاک ژوی خپسر نغاړي له ناپاکه
هيڅ وفا يې له هيچا سره و نه کره
ترو رحمان به څه ماڼه کړي له افلاکه