

رحمان بابا
په اميد د اينده و زړه ور مه شه
نسيه نقد ځبله بېل کړه اوتر مه شه
په اميد اميد يې خلق نا اميد کړه
د فلک له رهزنۍ بې خبر مه شه
د دنيا بادشاهان خواست کړي له فقره
ته بادشاه د هسې ملک شه خواستګر مه شه
د همای په څير طعمه کړه وچ هډوکې
لکه مچ طالب د شهد و شکر مه شه
ځان صدف غوندې و خاورو ته کړه څيرمه
لکه ځګ هسې د بحر په سر مه شه
ډېر عزيز دي موم دلان تر سنګدلانو
ته يو څاڅکې شه د اوښو ګوهر مه شه
حيوان هم په تسبيح د خدای مشغول دی
ته انسان يې له حيوانه بتر مه شه
نفس شيطان سړی وکفر ته وباسه
رحم فهم په ځان وکړه کافر مه شه
ټپ ړانده دي عاشقان د يار له عيبه
ته ټپ ړوند د هغه يار په هنر مه شه
دغه ځای د بيدلانو دی رحمانه
د دلبرو په کوڅه دلاور مه شه