...

رحمان بابا

د دنيا د سود دپاره غمګين مه شه

غم د دين و د ايمان خوره بې دين مه شه

هر ګره ګره کشای لري کم بخته

نا اميد له خدايه غوټه جبين مه شه

ډېر خفت دي دارنده چې دانه چين شي

څو دې اب ودانه شته دانه چين مه شه

هر مرغه چې د بل غوښي خوري مردار وي

ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهين مه شه

د ذرې په څير افتاب په طلب خپل کړه

لکه تيږه هسې پروت په زمين مه شه

کار په تش لستوڼي نه کېږي بې لاسه

لاس په ږيره کره بې لاسه استين مه شه

عاشقي او خود بيني دي سره لري

که مطلب دې عاشقي وي خود بين مه شه

په خپل کور کې دې سفر دی که پوهېږې

مسافر د هندوستا و د چين مه شه

خپل تابوت درته ولاړ زين کړی اس دی

ته په زيرمه د بل اس و د زين مه شه

چې تقوی ديانت نه لري رحمانه

د دې هسې همنشينو نشين مه شه