

رحمان بابا
پاڅه يو ځله سيراب د عشق په جام شه
په ساغر د ماه و مهر مې اشام شه
له اوله بندګي بيا ازادي وي
که مقصود د ازادۍ لرې غلام شه
د صياد له وحشتونو خپسر خلاص کړه
لکه مرغ خانګي پخپله رام شه
ژوندی ځان په زمکه خښ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاورو په مقام شه
درست جهان د کمينۍ په خوی وخوره
لکه زمکه هسې لاندې تر اقدام شه
په نيستۍ کې د هستۍ مرتبه ګوره
نندار چې په ويرانه کې د خپل بام شه
و دښمن و ته خپل حال پخپله وايه
ځان پخوا تر مرګه ووژنه مدام شه
په مستانو کې د عقل څښتن غل دی
که په نورو خلقو خاص يې دلته عام شه
اې رحمانه د بلبلو ژبه زده کړه
دغه پسه په صفت د ګل اندام شه