...

رحمان بابا

په دنيا کې له دنيا ګوښه کنار شه

سمندر غوندې په اور کې ګلعذار شه

پس له مرګه که ژوند غواړې سرګياه کړه

په پريکړي سر بيا نوی مرغزار شه

دا ترخې اوبه به څه کوې د بحر

خود پخپه د ګوهر په څير ابدار شه

بې له خدايه نور د هيچا منت مه کړه

په وچ کاڼي باندې ونه د کهسار شه

که د ونې په څير ګل و ميوه غواړې

ځان په نمر کړه سايبان د هر خاکسار شه

دست په دست که د خپل کار په درستول يې

لا پخوا تر ځان وړومبی د بل په کار شه

که دي ويره شه له خپلې درماندګۍ

د درماندودستګيري کړه خبردار شه

که هوا دي د جنت په خاطر ګرزي

خاک نشين په استانه د هغه يار شه

که په توره تاريکۍ کې روڼا غواړې

نندارچې د يار د زلفو د رخسار شه

که پکار دي د سرو شونډوشيريني وي

د خپل ځان په وينو سور لکه انار شه

که راضي يې چې دي باغ شي د زړه سبز

په ژړا لکه باران د نوبهار شه

د رحمان په عاشقۍ کې سترګې وشوې

چې څوک وايي عاشق ړوند دی هغه خوار شه