

رحمان بابا
چې له سترګو مې خوناب د زړه عيان شه
له نظره مې هر سنګ در و مرجان شه
خراب زړه مې ژړل د يار له غمه
بيا په اجر د هغې ژړا خندان شه
کمينۍ له جمله افتو خلاص کړم
لکه خاوري د دښمنو په چشمان شه
د غصې زهر يې شهد شول په صبر
د خليل په څير اتش پرې ګلستان شه
عشق يو داد دی په عاشق باندې له خدايه
هسې نه چې و هر چا و ته عيان شه
چې د يار زلفې رخسار شو په زړه نقش
خپل خلوت مې خراسان و هندوستان شه
د رنځور علاج ترخه ترخه دارو وي
دغه درد دی چې هم درد و هم درمان شه
چې د ستا د خولو بوی ور باندې راغی
د عطار په مخ د اوښو رود روان شه
علامت د استغنا به يې څه لارغه وي
هغه څوک چې تير تر ځان و تر جهان شه
د ګريبان په چاکول يې څه لارغه وي
چې ځګر يې ورښي چاک د ګريبان شه
نادانان به د دنيا غمونه کاندي
مرد هغه دی چې په زيرمه د خپل ځان شه
نشانه د نادانۍ به نوره څه وي
چې سړی په خپل کردار باندې پښيمان شه
ادميت څه په دولت نه دی رحمانه
بت که جوړ شه د سرو زرو نه انسان شه