...

رحمان بابا

که په عقل پسې لاړم پکار نه شه

که له بخته مې ياري غوښته يار نه شه

غرونه غرونه خوب په څاڅکې اوبو درومي

يار په سين زما د اوښو بيدار نه شه

معلومېږي چې کم بخت د درست جهان يم

چې د درست جهان دلدار مې دلدار شه

ما غندي او رقيب ستايي طالع ګوره

چې سړي ورته د سپي په مقدار نه شه

که يې سل ځله اقرار را سره وکړ

دا زما نا قرار زړه په قرار نه شه

ډېر غمونه دي چې يې وخورمه پخپله

په دنيا کې مې بل هيڅوک غمخوار نه شه

کې مې سل نصېحتونه ورته وکړه

هغه خدای بې لاري کړې په لار نه شه

سه کا ر دی که رحمان په زړه ازار شم

چې خاطر د هغې مستي ازار نه شه