

رحمان بابا
چې نصيب يې سينه چاکه زړه افګار شه
جرس ځکه په فرياد و په چغار شه
چې ندا د عاعشقۍ په عاشق وشوه
د غفلت له خوبه پاڅيده بيدار شه
عبادت د ريا کار څه پکار نه دی
لکه غوک هسې په بحر کې مردار شه
د جاهل زهد په زهد حساب نه دی
لکه مال په خمرو خرڅ د خمر خوار شه
مشقت د نادانانو واره پوچ دی
لکه بې بارانه ابر تش غبار شه
علميت د بې عملو عالمانو
لکه ګنج د کتابونو په خره بار شه
چې يې کاندي و نا اهل و نا قابل ته
نصيحت د ناصحانو څه په کار شه
د رحمان کلام په غوږ د بې هنرو
لکه در په لاس د طلفل هسې خوار شه