

رحمان بابا
هيڅ مې نه زده نه پوهېږم دا څه پير شه
چې دلدار مې د اغيار په شکل څير شه
زمانه مې د رقيب له لاسه وژني
چې مې سپی ګاڼه هغه را باندې شير شه
د هجران غمونو هسې په عذاب کړم
هغه عيب چې مې لږ ګاڼه اوس ډېر شه
چې په تيغ مې لوبي کړي سزا مې دا وه
ښه چې غوڅ مې زړه د ترکو په شمشير شه
تير ساعت به د هيچا په لاس کښېوزي
اوس به څه وايم و چا و ته چې تېر شه
چې مې نوشه د هجران پياله کړه تلخه
د وصال دولت مې کل زهر و ګنډ هير شه
چې يې نه په وفا يادنه په جفا وي
سکه رحمان د هغه يار له دله هير شه