...

رحمان بابا

په دوران مې هسې رنګ دلبر پيدا شه

ګويا بل د نمر د پاسه نمر پيدا شه

يا طالع د زمانې يا زما بخت دی

چې دا هسې رنګ شيرين بشر پيدا شه

چې قاصد د ورک يوسف زيری پرې وکړ

د يعقوب د سترګو بيا نظر پيدا شه

عشق دی دا که يو فساد دی نه پوهېږم

په جهان کې چې دا شور و شر پيدا شه

دريغه نخل د عشق مه وي زرغون شوي

چې له ښاخه يې د غم ثمر پيدا شه

ملا يک د عشق له غمه خبر نه دي

خو هم ما لره دا سخت سفر پيدا شه

يو د ترکو بې نيازي بل عاشقی شوه

په پرهر باندې مې بل پرهر پيدا شه

بيا به روغ د عاشقۍ له رنځه نه شي

په هر تن کې چې دغه اثر پيدا شه

د نا اهل زوی په پلار په څه ښادي کا

چې له پشته يې لييم پسر پيدا شه

چې هنر عيب کوي عيب هنر کا

د رحمان په دور دا هنر پيدا شه