

رحمان بابا
بيا مې زړه د تورو زلفو مسخر شه
چپ و راست مې د حبشو تور لښکر شه
هر طرف مې د دعا غشي ګذار کړل
ولې يو هم هسې نه و چې کارګر شه
و هر لور ته چې غوږ باسمه غوغا ده
يا نارې د بېلتانه دي يا محشر شه
واعظان خو وعظ کاندي باري څه کا
چې د عشق په ليونيو يې ګذر شه
چې پدر غوندې يې ما ته نصيحت کړ
په ديدن د ستا هغه زما پسر شه
ستا په در کې چې پراته دي نيکبختان دي
چې د ستا له دره ووت در بدر شه
د عشق زخم به څوک څه ګنډي رحمانه
چې ګنډون يې په پرهر باندې پرهر شه