...

رحمان بابا

اې زما د زړه ارامه راشه راشه

سر و قده ګل اندامه راشه راشه

چې همه واړه خوبان دي مقتديان دي

د همه واړو امامه راشه راشه

بې تا نشته هيڅ حرمت د عاشقانو

د مشتاقو احترامه راشه راشه

خدای زده بيا به هسې وقت وي او که نه وي

زه ويرېږم له ايامه راشه راشه

نن هنګا دی که وفا کړې که جفا کړې

چارې نه شي بې هنګامه راشه راشه

دا جهان د مسافرو رباط دی

تله دي تله دي له دې ګرامه راشه راشه

پرې رويه سنبل مويه ملک خويه

عنبر بويه لاله فامه راشه راشه

شپه لا پرېږده روڼا ورځ را باندې شپه شوه

د رحمان ماه تمامه راشه راشه