...

رحمان بابا

نه يم خوښ د سرو ګلونو په سايا زه

خوښ يم ستا دمخ په اور باندې جليا زه

په اور سوي ښهر وران وي څه حکمت دي

سوي ستا د مخ په اور يمه بسيا زه

خپلوم به دي په هر رنګ چې خپلېږي

که دي مومم په دروغ که په رښيتا زه

نن راغلي په جهان يې که ديدن کړې

نه به ته په دنيا راشې نه به بيا ز ه

دا اوږدې وعدې چې ته کوې صنمه

کاشکې بيا مومم فرصت په دا دنيا زه

چې له ډېرې حيا نه ګورې و چا ته

غوڅ کړم غوڅ کړم د ستا ډېرې حيا زه

چې له غمه له اندوه دي مړ نه يم

سنګ اهن يم ادم نه يمه ګويا زه

که جوړه تلي څوک و قبرو ته دريغه

ژاړه دا چې يا به ته نه يې او يا زه

هميشه د خپلو اوښو له سيلابه

سرګردان يم تر فلک و تر اسيا زه

که څوک قياس زما د ډېرو اوښو وکا

هسې ګرزم لکه خس پاس په دريا زه

زه رحمان د يار ثنا کولی نه شم

کاشکې مه وي په جهان کې څه ګويا زه