

رحمان بابا
چې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
اوس د ستا رضا جفا کړې که وفا کرې
ما د ستا جفا قبوله په وفا کړه
ګل په لعلو و په ګوهر کله څوک پيري
بې له ما چې تا خندا کړه ما ژړا کړه
بې له ما چې د ستا غم په هوس پيرم
کوم وګړی په هوس د غم سودا کړه
دوه ياران به دا رنګ نه وي چا ليدلي
چې يوه ورته ښکنځل کړه بل دعا کړه
ما و درست جهان ته شا و تا ته مخ کړ
تا و درست جهان ته مخ و ما ته شا کړه
دېر هندکې په جهان ګرزي د چا ياد دي
عشق عالي پايه د هير او د رانجا کړه
هم په دا يې تر همه و نام بلند شه
چې قبوله عندليب د ګل جفا کړه
نا اشنا د بېلتانه له غمه څه زده
خدای دغه خواري په بخره د اشنا کړه
عاشقان د يار تر سپيو هم ځارېږي
ګڼه ما د رقيبانو څه پروا کړه
زه رحمان چې ستا د حسن ثنا خوان يم
ستا له رويه درست جهان زما ثنا کړه