

رحمان بابا
باړه وتړه هاله کښت و زراعت کړه
تقوی دار شه هاله طمع د جنت کړه
عاقلان په وړاندې ځي په ورستو ګوري
په دنياکې سر انجام د اخرت کره
سم د لاسه کار هر ګوره ډېر مشکل دی
څو لا نه يې غريب زيرمه د غربت کړه
چې نور خلق ملامت در باندې وايي
لا پخوا تر خلقو خپل ځان ملامت کړه
چې عقبی ته د دنيا په اجر مومې
خو هم دا عمارت هلته عمارت کړه
څو به ګورې د قيامت و ورځو شپو ته
خو هم دا جهان په ځان باندې قيامت کړه
چې نيکې بدي په تله کې تلل شي
خود پخپله تله واخله عدالت کړه
که لښکر د حرص هوا درباندې زور شي
سر دننه په قلعه د قناعت کړه
دا به نشي چې ستا څټ او د حق مخ وي
که حق غواړې ته هم مخ په حقيقت کړه
هغه زړه چې عرش الله دي ګوره کوم دي
څو دي توان شي د جمله زړونو خدمت کړه
وړاندني هم واره ستا په څېر سړي وو
ته هم پاڅه د هغو په څېر همت کړه
د دنيا چارې همه واړه فاني دي
باري پورته شه يو بل رنګه حکمت کړه
په طبيعت د عاشقانو دارو نه شي
درومه بله خوا دارو د خپل زحمت کړه
څو دي حق موندلي نه دي مه جار ووزه
په دا مرسته دا جهان واره لت پت کړه
اې رحمانه اول ته نصيحت واخله
دغه پسه بيا و بل ته نصيحت کړه