

رحمان بابا
ساقي پورته شه د ميو جام تيار کړه
عمر هيڅ معطلي نه کاندي تلوار کړه
هر دم تيغ د ستا زما په ګلو ګرزي
هر نفس د خپل نفس له تيغه ډار کړه
تر خودۍ په هورته بله بلا نشته
خاد مې د بيخودانو په دلبار کړه
دا پنځه ورځې ژوندون چې غنيمت دی
شکرانه په دا نعمت د کردګار کړه
که غمخوار غواړې په غم و په اندوه کې
ښيښه ډکه د شرابو اختيار کړه
څو دي دوه سترګې غړېږې په جهان کې
ننداره په هر ساعت د خپل نګار کړه
هغه څوک دي چې تهمت پرې وايه نشي
غوږ په هيچا باندې مه باسه خپل کار کړه
مدعي چې په خوله ورشي هغه وايي
ګوش و هوش د محبانو په ګفتار کړه
بې وفا دي د دې دهر ياران واړه
چې دي پس له مرګه يار شي هغه يار کړه
رحمان وايي د دنيا چارې فاني دي
البته په نا خبرو اعتبار کړه