

رحمان بابا
چې غرقاب شي تور مژګان په غم د زړه
نور خراب شي خان و مان په غم د زړه
عبث وايې غم د زړه و بلهوس ته
څه پوهېږي هلکان په غم د زړه
په بل مخ باندې سوا د يار له مخه
ما تړلي دي چشمان محکم د زړه
چې يې عرش و کرسي لاندې تر قدم دي
بالا تر دې هسې شان قدم د زړه
د خليل تر کعبې دا کعبه ده لويه
که اباد کا څوک ويران حرم د زړه
که نور خلق قدمونه ږدي په زمکه
ما دي ايښي په اسمان قدم د زړه
دا مکان چې د اسمان زمکې تر ميان دی
يو خلوت دي د امکان سلم د زړه
زه مرهم د زړه له چا غواړم بې ربه
چې کړي نه شي طبيبان مرهم د زړه
صورتي همدمان ډېر دي په دنيا کې
ولې نه مومي رحمان همدم د زړه