...

رحمان بابا

خود به وارن شې د دنيا بازاره تاړه

هر ساعت د بېلتانه په تاخت لتاړه

لا غنچې په باغ کې سترګې سپړ دي نه وي

باد خزان يې د زړه مينه کړه ويجاړه

هسې باد پرې د فنا لوري والوت

د لاله قوله يې پريسته له ناړه

څه بزرګي به يې د باز و د همای وي

زباني ذکر که سل رنګ کا خړاړه

که سل زر کاله پرې تېر شي په اوبو کې

په نرمۍ به نرمه نه شي وچه تراړه

تر دا هسې عمره نه عمر بهتر دی

هر چې حال يې ځنکندن شي عمر واړه

ترو له خلاصه بندي ښه يې اې رحمانه

چې د يار د زلفو ځيل دې شي په غاړه