

رحمان بابا
وقت د نوبهار دی زه جدا له خپله ياره
دريغه دريغه دريغه چې بې ياره ځې بهاره
اور د خوږو زړونو چې د غره په سر بلېږي
شنې لوخړي خېږي له نښترو له چناره
دا څه عاجزي ده چې زه کښم په کاغذ باندې
راشه وويرېږه د عاشقو له ازاره
دا څه اوښکې نه دي چې بهېږي له چشمانو
ويني دي بهېږي د زړګوټي له پرهاره
رنځ مې هسې سخت دی هر زمان په ما زياتېږي
راشه اې طبيبه ګوندې مرم د رب دپاره
غرونه دې نړېږي چې په حال زما خبرېږي
سيند د اوښو درومي چې راغلي له کهساره
نور څه نه دي واره دا نارې د بېلتانه دي
راشه که يې اوري د رباب له هره ناره
زه يو خوار و زار يمه رحمان په عاشقي کې
خپل دي که پردي دي راته نه ګوري له عاره