...

رحمان بابا

چې په وقت د ځکندن وکاږې ږيره

ترو نن ولې هسې رنګ يې بې تدبيره

هر سړی چې کانده غم په مخ کې ويني

له هغه غمه لا نن ګرزي دلګيره

چې سبا ارمانوې پند د پيرانو

ولې نن د پير طلب نه کړې بې پيره

د يار ياد نه دې ځای څه رنګ په زړه نسي

ياد د غير چې لري نه کړې له ضميره

چې د ټوک په طلب ګرزې خدای دې هېر دی

فقيري دا هسې چري وي فقيره

دغه غم دې خدای بدل کا په شادۍ

زهير مه شې په اشنا پسي زهيره

هر سړی د هغه مخ په روڼا ګرزي

چې يې خونه د خاطر وي پرې منيره

هميشه پراته په اور و په اوبو وي

عاشقان د لعلو لبو له تاثيره

که هر څو ښايسته ډېر دې په جهان کې

و هر چا ته خپل اشنا دی بې نظيره

زه رحمان د ازادۍ په طلب ګرزم

باري نه د تورو زلفو له زنځيره