...

رحمان بابا

نه رسېږي ستا و حسن و ته حوره

څه به رسي و ميرمن و ته مزدوره

ستا تر قده تر قامته نه رسېږي

که نښتر که سپاري وي که کجوره

تر قامت پوري دي سرو ده سر کوزې

تر رخسار پوري دي شمعه ده بې نوره

هر سړي چې دي و حسن ته نظر کا

ښاپېرۍ يې په نظر وي نا منظوره

چې تا مې د خپلو شونډو ور په خوله کړه

طايفه دې د صوفيانو کړه مخموره

اوس ته وايه چې په څه رنګ دې وستايم

زه خو ستا په مينه لاړم له شعوره

دا جذبه د عاشقۍ نه ده نور څه ده

ګڼه کله څوک وتی شي له دستوره

اوس به زه د شب خيزۍ څه منت وکړم

چې چهره دې کړه په خوب کې را حضوره

چې په ننګ و په ناموس تر لوره کم وي

صدقه شه نا قابله زوی تر لوره

ننګيالي تربرونه ښه وي او که نه وي

ننګيالی ترله هم ښه ده له تربوره

خوب رويي بې دلبرۍ څه په کار نه ده

لکه ونه بې ميوې په پاڼو ګوره

که د غلوزي لباس وکا غزا وشوه

شهد نه دي چا موندلي له زنبوره

په رحمان د ښايسته و قدر ډېر دی

د طبيب له قدره چا زده بې رنځوره