

رحمان بابا
ما چې جور و جفا بيا مونده له ياره
د وفا طمع به څه کړم له اغياره
له دښنو به د ښادۍ طمع څوک کا
چې د دوست له لاسه غم شي ورد و څاره
دا ګله هم ډېره ډېره له هغوشي
هر چې طمع ترې د ښو کېږي بسياره
دل ازار که دل ازار کا ماڼه نه شي
حيف خو دا دی چې دلدار شي دل ازاره
طالبان خو تر مطلوبه پورې پړه دي
خداۍ دې تا بې وفا نه کا وفاداره
که له ډېري حيانه ګورې و چا ته
څو خو مخ کړه د رحمان د زړه دپاره