

رحمان بابا
زه عار نه لرم په عشق کې له پيغوره
بې پروا يم د ستۍ په څېر له اوره
ږدي په خوله د سمندر مهر د مومو
چې څوک مامنع کوي د عشق له شوره
بې هجرانه زما بله خواري نشته
ولې نشته تر دا بله خواري نوره
لکه ته چې خدای هر ګوره ښايسته کړې
زه يې هم هسې بې صبر کړم هر ګوره
چې په تور و سپين مې اړوي دا څوک دی
که ته نه يې په مخ سپينه په زړه توره
د رقيب له بده خويه به څه وايم
لا چې يار ورسره مل شي هاله ګوره
چې يې پور د مرګ تر پوره پورې هيڅ دي
هئ توبه د بېلتانه له بده پوره
عاشقي سړی مجنون کاندي رحمانه
کڼه څوک په هوښيارۍ ور وزي له کوره