...

رحمان بابا

ستا په عشق کې هسې خلاص يم له شعوره

چې يوه خبره نه لرم منظوره

طبيبان وايي چې صبر دې دارو دی

خدای زمونږ فرقه پيدا کړه نا صبوره

تورې هر چرې تړلي په دښمن شي

ياره ستا سترګې دوستان وژني په توره

معشوقې د زمانې شوې سره ټولي

د زړه خونه مې يې ولوټله چوره

زه تنها په ضرور نه يم ستا له غمه

پيدا شوې عاشقي ده له ضروره

هرې شپې لره ورځ شته ده په دنيا کې

زما عمر جدايي کړ بې له نوره

مهرويان وفا له هيچا سره نه کا

دا خبره په عالم کې ده مشهوره

له حيرته واره ګوتې په غاښ نسي

په هجران کې چې خبر شي له مهجوره

د رقيب له ندو سترګو دې ځان ژغوري

هر عاشق چې بهره مند شي له حضوره

همره توان و توفيق نه ګڼم په بخت کې

چې تايب کا ما له فسق و فجوره

په نظر د مدعيانو تور کودی وي

که يې کښېنوم د کټ د پاسه حوره

د رحمان د سترګو نم هاله وچ شي

که وچ شوی د چا نم وي له ناسوره