

رحمان بابا
ګوره بيا به څوک ادا کا په زړه غونډه
چې دا هسې مسته درومي مخ بر بنډه
ته چې ګل د اشنايي له باغه غواړې
خبر زده کړه د هجران له خارو خنډه
ما رستم د زمانې وليد په سترګو
چې د يار له جوره ژاړي لکه کونډه
طالبان که مرور دي هم پخلا دي
بې مطلبوه به د چا نه رسي دا هنډه
د عاشق د لاغرۍ سبب هم دا دی
چې فرقه د معشوقو شوه په زړه ټنډه
زه به حوري د جنت بې ياره څه کړم
خدای دې سرو د چا نه کاندي ارهنده
سخت ساعت د بېلتانه به مې هېر نه شي
که را ډکه شي د تور لحد ګور هنډه
زه رحمان د هغه حسن ثنا خوان يم
چې جرګه د عاشقانو وي پرې پنډه