...

رحمان بابا

که زما مينه په تا ده خطا نه ده

که بې تا ده ناروا ده روا نه ده

څوک چې بې د ستا له مخه بل ته ګوري

ايينه يې نا صفا ده صفا نه ده

هر عاشق چې پخپل يار پسې ژړا کا

دا ژړا واړه خندا ده ژړا نه ده

د دنيا په تماشا چې څوک نازېږې

خو هم نن يې تماشا ده سبا نه ده

که ته سل ځله له ما سره جفا کړې

ستا جفا واړه وفا ده جفا نه ده

هغه تېر شو چې مې مينه په غلا غلا کړه

اوس په درست جهان رسوا ده په غلا نه ده

معشوقه که د خپل سر په بها مومي

و رحمان و ته ويړيا ده بها نه ده