...

رحمان بابا

څه شو که خاموش يم ستا د عشق له اه سرده

ستا زما له مينې خلقه واړه خبر ده

هيڅوک دې په خوله د عاشقی لافه و نه کا

که هم پټېږي وچې شونډي ګونه درده

اهل د دنيا واړه نامرد دې رنګ يې ورک شه

خدای دې ملامت د هيچا نه کا له مامرده

کله بې دردانو لره زړه د چا ور درومي

زه به صدقه کړم سل بې درد تر اهل درده

بې د ستا د عشق د شهيدانو له خاکدانه

کله زرغونېږي سره لاله له هره  ګرده

يو خوشحال يو کم سل خټک نور په طبيعت کې

ځار شه د رحمان سړه بني له يوه فرده