

رحمان بابا
که څه وايم له هجرانه وايم څه؟
له دې درد بې درمانه وايم څه؟
توان د دم وهلو نه لرم و يار ته
چې توان نه لرم بي توانه وايم په؟
چې يې ووينم له ځانه کبر نه يم
چې خبر نه يم له
ځانه وايم څه؟
د خپل زړه له حاله هيڅ را ويل نه شي
له بې نامه بې نشانه وايم څه؟
د عشق راز چې هيچا نه دی بيان کړی
ترو به زه له بې بيانه وايم څه؟
د خپل يار له غمه درست په وينو ډوب يم
له دې هسې رنګ طوفانه وايم څه؟
زه چې پروت يم د هجران په تناره کې
د وصال له ګلستانه وايم څه؟
سر و مال د سړي لوټ کړي زړه يې يوسي
له دې هسې دل
ستانه وايم څه؟
زغان بولي بلبلان شړي له باغه
د دې دهر له باغبانه وايم څه؟
هر چې وايم تر همه واړو بهتر دي
زه رحمان به له جانانه وايم څه؟