...

رحمان بابا

ولې نه ګورې و ما ته سم په څه؟

زياتوې د غمزدو و غم په څه ؟

ستا په غم کې چې ما ويني عالم ژاړي

ژړوې را سره نور عالم په څه؟

په مطلب دې د سرو شونډو نه پوهېږم

چې مې ويني د زړه څښي هر دم په څه؟

ستمګار چې ستم کا بهانه کاندي

ته په ما باندې کوې ستم په څه؟

مه کړه خدای چې څوک بې ياره خوښ خورم وي

زه به اوسم بې تا خوښ خورم په څه؟

و دې خپلو برندو سترګو ته دي وايه

چې ورژني مې قلم قلم په څه؟

لږ يې وپوښته چې حال دې د زړه څه دی

د رحمان له سترګو څاڅي نم په څه؟

رحمان خود پخپله ګرم يم چې مين شوم

ولې نور عالم مې بولي ګرم په څه؟