

رحمان بابا
چې خبر شوم د ساقي د جام له راحه
لکه مړی ملاقي شوم له ارواحه
زه چې زلفې د يار ووينم په خوب کې
په شپه مښک راباندې تر صباحه
سبا زيری د وصال په مهجور کاندي
د هېواد خبر موندي شي له سياحه
که روا کا خون خوردن د عاشقانو
څوک وتی شي د
خوبانو له صلاحه
هر ساقي چې جام د عشق لري په لاس کې
دا پياله يې په مستانو ده مباحه
مخ که بې مينې څوک ستايي ستايه نشي
د ممدوح له قدره چا زده بې مداحه
د دنيا ناوې په عقد کې دين غواړي
ای رحمانه ځان يې ژغوره له نکاحه