...

رحمان بابا

تا خو زده زما د زړه له احتياجه

نور مي څه پوښتې چې څه غواړې محتاجه

د طالب د مطلوب راز به ما در وښود

که ته نه وې خبردار له دې رواجه

يار که يار ته حال په خوله نه وايي څه شو

و حکيم ته پټ څرګند وي له مزاجه

که زما له حاله ما پوښتې حال دا دی

چې بې تا مي ورځ تياره ده شب داجه

اشنايي به ما په کوم قوت کوله

که خبر وي ستا د هجر له تاراجه

که په سلو کې يو خواست د چا قبليږي

خدای دي هيڅوک رنځور نه کا بې علاجه

په رحمان بلا پسې که زهريږي

ته مشغول اوسې له خپله تخت و تاجه