

رحمان بابا
مخ ته دي نمر وايم زلفې تار تار نشته
سرو که ستا قد بولم د سرو يون رفتار نشته
هر څوک چې د ستا و اتشين رخسار ته ګل وايي
پوچ وايي د اور په مخ کې وقر د ګلزار نشته
زلفي دي ناحقه خلق بولي په سنبل ضمه
ولي چې له مښکو سره هيڅ د ګياه کار نشته
ما چې غږ په غوږ و ستا د در د سپيو واوريد
هسي رنګ بلبله په چمن کې په ګفتار نشته
ستا ديدن هغه کا چې يې سر په تنه پاس نه وي
ولي چې د سر د څښتن جور و ته لار نشته
يار به د رقيب په لوري خدای نه کا رحمانه سم
ولي چې د سپيو فرشتو سره څه کار نشته