

رحمان بابا
ستا په مخ کې چې حساب د جمال نشته
ځکه ما څخه د صبر مجال نشته
ته د سر و د مال ويره په ما مه کړه
ويره ما څخه د سر و د مال نشته
زه په دا سبب له ويري سره ريږدم
چې ستا ويره کې ثواب دی وبال نشته
که وعده د يوې چاري يو ساعت کړې
د هغې چاري اميد مي په کال نشته
د شهيد و حال ته ګوره حال يې څه دی
بې تا هسې زما حال دی بل حال نشته
روشنايي مي د چشمانو ستا ديدن دی
په داکور کې بل څراغ و مشال نشته
په جويبار زما د سترګو سرو ته يې
په دا نهر باندي بل څه نهال نشته
مخ دی بې خط و بې خاله هسې زيب کا
چې يې هيڅ حاجت په خط و په حال نشته
مخامخ که راته وګورې دلبره
په کاته کې دي ثواب دي وبال نشته
د افتاب په مخ کې هره ورځ زوال دی
ستا د حسن په افتاب کې زوال نشته
ستا په يادو کې رحمان هسې مشغول دی
چې په زړه کې يې هيڅ غم د وصال نشته