

رحمان بابا
چې نظر کړم د خوبانو و رخسار ته
ائينه غوندي حيران شم و دې کار ته
له دهشته يې ريبار پوښتيدی نه شم
خدای زده څه به يې ويلي وي ريبار ته
خلوتيان لکه برده په کې خرڅيږي
غږ يې نه خيژي د حسن و بازار ته
ته چې ما پوښتې د يار له حقيقته
څوک د يار خبري کاندي و اغيار ته
درد و غم د عاشقۍ څه همره نه دي
چې يې عقل د چا رسي و مقدار ته
زه و يار چې خپل غمونه سره شمار کړو
يار و ما ته حيرانيږي زه و يار ته
رحمان هسې وزګار چري دي له عشقه
چې غوږ ونيسي ناصح غوندي وزګار ته