

رحمان بابا
که د عقل څه اثر لرې و سر ته
لاس په سر مه شه د هر ګيدي و در ته
په نظر د هغو خاوري سره زر کيږي
هر چې نه لري نظر و سيم و زر ته
بي منته جام د زهرو څښلي ښه دي
نه هغه چې منت
بار شي و کوثر ته
د يوسف له جاله زده کړه دغه پسه
وايه حال د زمانې و برادر ته
دې فلک و چا ته هيڅ بخښلي نه دي
چې يې نه دي راپيرو دي ځيني بيرته
د خروار دعوه يې وګڼه ممکنه
که رتۍ يا جو
دانه به يې وي درته
که له خدايه دي خلقو و ته مخ شي
له فردوسه به دي مخ شي و سقر ته
هميشه به در په در ګرزي رټلي
د استوګڼي ځای به بيا مومي چرته
د دې سست بدن منت په رحمان باندي
چې له خپله دره تلي نه شي بل درته