...

رحمان بابا

تا چې په دا تورو سترګو وکاته و ما ته

زره دي زما تور کړ له دې نوره مخلوقاته

ما خو چې ته وليدې هغه ساعت مي ووې

نوره به مي مينه د زړه نه شي له تا ما ته

شيخ و زاهدان چې نصيحت وايي و ما ته

نه دي خبر شوي ستا د مخ له محسناته

څه شوه که زه انګشت نما شوم ستا په مينه

لا تر ما نه خوښ يې و قاضي ته هم ملا ته

مرم په دا چې ما له تا جار باسي هغه خلق

بيا دې په ديدن تر ما وړومبی در زغلي خوا ته

زه رحمان چې يار ووينم وايم خدايه خير کړې

ګڼه ښاپيرۍ ده د بني ادم له ذاته