

رحمان بابا
په ورځ ناست يې بې مطلبه
په شپه خوب کړې بې ادبه
لاس دي وخاته له دواړو
هم له روزه هم له شبه
نه دلې شوې نه هروې شوې
ترمنځ ډوب شوې مذبذبه
عبادت دي په ريا شه
په مذهب کې بد مذهبه
مدام بند يي په سبب کې
بې خبر له مسببه
واړه تشي شړومبې شاربې
خبر نه شوې له مطلبه
ته ویده ورباندي سور يې
اس دي يون کا بې جلبه
تن دی تش په وره وسه
اس دی داغ کړ بې منصبه
د راکب چې واک پردی شي
سود يې څه وي له مرکبه
له ژونديو سره ناست يې
له مرده و مرکبه
هلک لوی شوې په اوبو کې
اوبه نه پيژنې کبه
لکه کاڼی يا کودری
په درياب کې تشنه لبه
نا اګاه ځان اګاه بولې
دا خبره ده عجبه
مرادله زهده معرفت دی
نه تش ځان وژل اقربه
د رحمان شراب له عشقه
نه انګور نه له عنبه