

رحمان بابا
ورځ دې تيره په شومي کړه شپه له خوابه
خدای به کله يادوې خانه خرابه
په شتاب شتاب دي تله دي که پوهيږې
غافل مه شه د دې عمر له شتابه
دلته دم وقدم دواړه په حساب دي
پل غلط د لاري مه ږده بې حسابه
راستولي خدای حساب دی په کتاب کې
خبر زده کړه له حسابه له کتابه
ته و خپلو نيکو بد و ته نظر کړه
چې بدي دي څو تيري کړې له ثوابه
په هغه جهان به څنګه ځواب وکړې
چې پدې جهان عاجز يې له ځوابه
عاقبت به تورو خاورو لره درومې
ځان به څو څنډې په ګوتو له ترابه
د کاغذ په کښتۍ سيل به کړې تر کومه
دا کښتۍ به دي مرګي کاندي غرقابه
چې افتاب يوه نيزه شي بيا به څه کړې
اوس چې سوري له ور تښتې له افتابه
په ازار د چا راضي مه شه رحمانه
که خلاصی په قيامت غواړې له عذابه