...

رحمان بابا

په هر زره چې د يار مينه شي غالبه

بله مينه يې هيڅ نه وي مناسبه

نورې واړه مرتبې به روته هيڅ شي

که خبر شي څوک له هسو مراتبه

لياقت يې هر وګري څخه نشته

عاشقي يوه پايه ده عجائبه

د طلب له کوتاهۍ نه ويره وکړه

که هر څو دي لار کوتاهه ده طالبه

عشق څرګند خزانه ده خوار هغه شه

چې څرګنده خزانه شوه ترې غائبه

غوره خط د مهرويانو تر خط نشته

که هزار رنګ کتابونه کړې کاتبه

هيڅ يې مه پوښته له فرضو له واجبو

په هغو چې عاشقي کړه خدای واجبه

عاشقان تر سر و ماله يار ته تير دي

خدای دي دا طايفه نه کاندي کاذبه

زه رحمان د خپل صاحب په رضا زيست کړم

څه پکار دي دا بنده بې خپل صاحبه